بدخشان ولایت کې لاریونوالو په تاوتریخوالي اوښتي او په اخ و ډب کې ۲۷ تنو لاریونکونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاریون پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۸ مه د برېښنا او څښاک اوبو د نشتوالي له امله پیل شوی و، چې وروسته په تاوتریخوالي واوښته.
لاریون کوونکي وايي، پولیسو د والي په سپارښتنه پر دوی ډزې کړې، چې درې تنه یې وژلي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.
خو د والي ویاند نېک محمد نظري وايي، لاریونکوونکو د ولایت د مستوفیت ودانۍ ته اور ورته کړی او دوی هڅه کوي، چې مهار یې کړي.
د بدخشان د ولایتي روغتون مشر ډاکتر شفیق همدرد وايي، تر اوسه پورې دوی ته دوه جسدونه او ۲۴ ټپیان وروړل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:بدخشان