له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په روان بهیر کې امریکايي ځواکونو د کندهار هوايي ډګر افغان ځواکونو ته وسپاره.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، دغه هوايي ډګر نن جمعه د افغانستان ملي اردو ځواکونو ته سپارل شوی دي.
نوموړي په خپل ټوېټر لیکلي، امریکايي ځواکونو د کندهار د هوايي ډګر پوځي اډه د ملي اردو ځواکونو ته وسپارله. له دې وروسته به د ملي دفاع وزارت له دغې اډې څخه د تروریزم پر ضد مبارزه کې استفاده وکړي.
د هغه په وینا د قاطع ملاتړ ماموریت له ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د د انتقال او د اډو د سپارلو بهیر په بریالي توګه د عملي کېدو په حال کې دی.
له دې وړاندې هم بهرنیو عسکرو د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې خپلې پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل