۰

کابل کې د پرونیو چاودنو مرګ ژوبله ۱۳ تنو ته رسېدلې

دوشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۸
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې په کابل کې د پرونیو دوه چاودنو مرګ ژوبله ۱۳ تنو ته رسېدلې، چې ټول ولسي وګړي دي.
کابل کې د پرونیو چاودنو مرګ ژوبله ۱۳ تنو ته رسېدلې
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې په کابل کې د پرونیو دوه چاودنو مرګ ژوبله ۱۳ تنو ته رسېدلې، چې ټول ولسي وګړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې پرون یکشنبې د کب ۲۴ مه د کابل ښار د درېیمې حوزې د سرکارېز او د شپږمې حوزې د پل سوخته په سیمه کې رامنځ ته شوې.

عیني شاهدان وايي، دواړه چاودنه په ټونس ډوله موټرو د چسپکي ماینونو له امله رامنځ ته شوې دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، په دغه چاودنو کې درې تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې د چاودنو نوعیت تر اوسه نه دی معلومه خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي