۰

ایران: طالبانو کې بدلون نه دی راغلی، دغه ډله په خپل دریځ ولاړه ده

پنجشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۴
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی ابراهیم طاهریان وايي، داسې ښکاري، چې طالبان په خپل پخواني دريځ ولاړ دي او بدلون په کې نه دی راغلی.
ایران: طالبانو کې بدلون نه دی راغلی، دغه ډله په خپل دریځ ولاړه ده
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی ابراهیم طاهریان وايي، داسې ښکاري، چې طالبان په خپل پخواني دريځ ولاړ دي او بدلون په کې نه دی راغلی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طاهریان دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حینف اتمر سره لیدنه کې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن پنشنبې د سلواغې ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه لیدنه کې طاهریان ښاغلي اتمر ته ایران ته د طالبانو د وروستي سفر په اړه وضاحت او معلومات ورکړل.

خبرپاڼه وايي، د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان ویلي، د طالبانو له پلاوی سره یې اوږدې خبرې کړې، خو په وینا یې داسې ښکاري، چې دغه ډله پر خپل پخواني دریځ او تګلاره ولاړه ده او په دې برخه کې بدلون نه دی راغلی.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم ویلي، چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.

ښاغلي اتمر د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم اړینه بللې ټینګار یې کړي، چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېږي او طالبان دې پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د یادونې ده، چې دوحه کې د بین الافغانی خبرو له دویم پړاو پیلېدو او د جوبایډن په مشرۍ د امریکا د نوي ادارې په رامنځ ته کېدو سره سم طالبانو د سیمې ځینې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.

د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی څو ورځې وړاندې ایران ته ولاړ او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، ملي امنیت سلاکار علي شمخاني او دغه راز د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره یې خبرې کړې دي.

تر دې وروسته د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو بل طالب پلاوی له دوحې څخه مسکو ته ولاړ او له روسي چارواکوک سره یې د سولې په اړه خبرې وکړې.

ایران کې طالب پلاوی خبرداری ورکړ، چې که بهرني ځواکونه د دوحې تړون له ټاکلې نېټې سره سم افغانستان پرېنږدي، دوی به پرې له سره بریدونه پیل کړي.

او مسکو ته د تللي طالب پلاوی مشر عباس ستانکزي بیا ویلي و، چې که ولسمشر غني واک پرېږدي او جګړه ودروي، طالبان به هم سوله وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي