۰
د کورنیو چارو وزیر:

پر صالح برید د حقاني شبکې بریدونو ته ورته والی لري

پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۰
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندارابي وايي، د ولسمشر پر لومړي مرستیال برید کې هغه مواد کارول شوي، چې مخکې حقاني شبکې په بریدونو کې کارول.
پر صالح برید د حقاني شبکې بریدونو ته ورته والی لري
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندارابي وايي، د ولسمشر پر لومړي مرستیال برید کې هغه مواد کارول شوي، چې مخکې حقاني شبکې په بریدونو کې کارول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اندرابي په ټوېټر لیکلي د ولسمشر د لومړي مرستیال پر ضد په حمله کې کارول شوي مواد، هغو موادو ته ورته دي چې پخوا حقاني شبکې کارولي دي.

ښاغلي اندرابي زیاته کړې«لومړني معلومات ښيي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال محترم امرالله صالح پر ضد په حمله له ار ډي ایکس + ایچ ایم ایس نیتروګلیسرین (Nitroglycerin+ RDX-HMS) څخه کار اخیستل شوی دی. د موادو او حملې ډول، هغو نورو حملو ته ورته والی لري چې تر دې وړاندې یې حقاني شبکې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.»

د کورنیو چارو سرپرست وزیر پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې پر صالح تر برید لږ څه ورسته طالبانو په دغه پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړل.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې پر صالح په برید کې دوی لاس نه لري.

د امرالله صالح پر موټریز کاروان پرون چهارشنبې د وږي ۱۹ مه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند تایمني سیمه کې درنه چاودنه وشوه.

خپله ښاغلی صالح او زوی یې عبادالله صالح له دغه برید څخه روغ و وتل خو ۱۰ ملکي وګړي په کې مړه او ۱۵ نور ټپیان شول.

امریکا، برېتانیا، ناټو، اروپايي تولنې، خلیلزاد او ځینو نور پر ښاغلي صالح برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د هغه کسانو کار بللی چې نه غواړي افغانستان کې سوله ټينګه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي