د حکومت او طالبانو له خوا د لوی اختر دریو ورځو کې اوربند نه وروسته د د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د دغه اوربند غځېدو هڅې پیل کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادوې شورا ویاند فریدون خوځون ویلي، دوی تمه لري چې په افغانستان کې د ښکېلو لورو ترمنځ اوسنی اوربند تر اختر وروسته هم وغځېږي چې د سولې لپاره د باور فضا پیاوړې شي.
نوموړي زیاته کړې، د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له زلمي خلیلزاد او د افغان حکومت له ځینو چارواکو سره پر دې مسئله سلا مشورې هم کړې دي او له دوی یې غوښتي چې باید د اوربند د غځولو پر لارو چارو فکر وکړي.
د ملي مصالحې عالي شورا وایي اوربند او سوله د افغانانو ارمان دی او دې هدف ته رسېدو لپاره د اوربند غځېدل د باور فضا پیاوړې کوي او هیلې زیاتوي.
جمهورخبري آژانس:کابل