د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړی دی.
د جمهور آزانس د خبر له مخې خلیلزاد ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت دغه پرېکړه لیک تصویب کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، د دې پرېکړه لیک تصویب ښيي چې ملګري ملتونه او نړیوال د افغانستان د ثبات او نړیوالې سولې لپاره د امریکا له هڅو ملاتړ کوي.
د خلیلزاد په وینا پرېکړه لیک همدا راز له افغان حکومت او طالبانو غواړي چې د سولې لپاره هڅې چټکې کړي، د باور جوړولو بهیر چټک کړي او ژر تر ژره د جګړې د پای ته رسولو لپاره اقدامات ترسره کړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زملي خلیلزاد د سولې په برخه کې د نورو پرمختګونو لپاره د هڅو ژمنه هم کړې ده.
د یادونې ده، چې امریکا پرون سه شنبې د طالبانو سره د شوهوکړې د تایید لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک وړاندې کړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل