سیمه ییز چارواکي پکتیا ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه ولسوال او څلورو پاکستاني وسله والو په ګډون د ۱۱ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، طالب ولسوال یو شپږ نور وسله وال به یوه هوايي برید کې وژل شوي او څلور پاکستاني وسله وال بیا د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره دغه دواړه پېښې تېره ورځ د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب او څمکنیو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وایي، افغان هوايي ځواک د ځاځي اریوب ولسوالۍ په روکیان سیمه کې پر طالبانو هوايي برید کړی دی.
نوموړي زیاتوي، چې په دغه هوایي برید کې د احمدخېلو ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال مولوي میرزا جان او د ځاځي اریوب لپاره د طالبانو سیمه یز قوماندان الله یار وژل شوي دي.
د هغه په وینا له میرزاجان او الله یار سره په دغه برید کې یو ځای د طالبانو یو بل سرګروپ قاري حبیب هم له خپلو څلورو ساتونکو سره وژل شوی دی.
بل خوا د پکتیا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، پرون په څمکنیو ولسوالۍ کې څلور تنه پاکستاني وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري اژانس:پکتیا