ایراني چارواکي وایي، د دې لپاره چې افغانستان کې تل پاتې سوله راشي، باید د سیمې او افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه شریک کړی شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي کړې او ویلي یې دي، چې د سولې روان بهیر د څو هېوادونو له لوري یرغمل شوی دی او له ګاونډیو هېوادونو سره هېڅ راز مشوره نه کېږي.
نوموړي ټینګار کړی، چې ایران د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه د سولې د روانې پروسې په اړه اندېښنې او پوښتنې لري چې باید ځواب ورکړل شي.
د هغه په وینا ښايي د افغان سولې او دلته د جګړې ختمولو په برخه کې د امریکا نیت رښتینی نه وي او پر دې پروسه شک څرګندوي.
ایران ټینګار کړي، د دې لپاره چې په افغانستان کې دایمي سوله راشي او د سیمې ټول هېوادونه یې همکار وي نو په کار ده چې په دغه پروسه کې ګاونډي هېوادونه شریک کړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل