برېتاینا په لومړي ځل له پاکستانه غوښتي، چې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې له توپیر پرته اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غوښتنه د برېتانیا لومړۍ وزیرې تریزا می د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان څخه په تلېفوني خبرو کې کړې ده.
تریزا می یاده غوښتنه د هند او پاکستان تر وروسته کړکېچ او یو پر بل تر برید ورسوته له عمران خان څخه کړې ده.
د نوموړې دفتر وايي، تریزا می په دغه تلېفوني خبرو کې له پاکستان غوښتنه کړې، چې د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد له توپیر پرته عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
هغې د عمران خان د هغه ژمنې هرکلی هم کړی، چې ویلي یې دي، له هند سره د تازه راټوکېدلي کړکېچ د کمولو هڅه به وکړي.
باید و ویل شي، چې د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ هغه مهال زیات شو، چې په هندي کشمیر کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۴۴ هندي سرتېري و وژل.
د دغه برید مسوولیت جیش محمد وسله والې ډلې پر غاړه واخیست او هند وايي دغه ډله په پاکستان کې ده او د دې هېواد پوځ او استخبارات یې ملاتړ کوي.
په هندي کشمیر کې تر برید څو ورځې وروسته هند په پاکستان کې د جیش محمد پر یوه ستر مرکز برید وکړ، او له هغې وروسته پاکستان په هند کې بمبار او هند په پاکستان کې بمبار وکړ، چې دواړو لورو یو د بل د یوې یوې الوتکې د نسکورولو ادعا هم وکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل