۰

ملا برادر له قطري سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

پنجشنبه ۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۳
د وسله والو طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر د دفتر نوي رییس ملا عبدالغني برادر له لوړ پوړو قطري چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي دي.
ملا برادر له قطري سره پر افغان سوله خبرې کړې دي
د وسله والو طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر د دفتر نوي رییس ملا عبدالغني برادر له لوړ پوړو قطري چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ملا برادر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او ددغه هېواد د ملي امنیت شورا له سلاکار محمد المسند سره کتلي دي.

د هغه په وینا نوموړي په دغه لیدنه کې ټینګار کړی، چې باید بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي او په دې اړه ددوی موقف نه بدلېدونکی دی.

د هغه په وینا قطري چارواکو په دې لیدنه کې د سولې په تړاو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

باید و ویل شي، چې ملا برادر د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره هم کتلي دي.

ویل کېږي له دوی سره یې د سولې پر روانو مسایلو او له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د تېري چهارشنبې په ورځ پر افغان سوله خبرې شوې، چې د طالب سرچینو په وینا د امریکا او نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې پر نه کارولو موافقه شوې، خو د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر موضوع به راتلونکې شنبې بیا خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي