۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:

د اماراتو غونده کې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور مشروط پاتې شوی

پنجشنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده عربي اماراتو کې د امریکايي او طالب استازو تر منځ ناسته کې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور مشروط پاتې شوی دی.
د اماراتو غونده کې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور مشروط پاتې شوی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده عربي اماراتو کې د امریکايي او طالب استازو تر منځ ناسته کې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور مشروط پاتې شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پلادینو پرون د دسمبر ۱۹ مه واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ابوظبۍ غونډه د امریکا د هغو هڅو یوه برخه ده چې د افغانستان د جګړې د ختمېدو لپاره یې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاته کړه چې په افغانستان کې د دوی پوځي ماموریت مشروط دی او د امریکا د ستراتیژۍ اساسي برخه جوړوي.

هغه د ابوظبۍ د غونډې په اړه ویلي«زه نشم کولی د ډیپلوماټیکو بحثونو د جزئیاتو په اړه څه و وایم، خو په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور مشروط پاتې شوی او دا د امریکا د ادارې د ستراتیژۍ اساسي برخه ده.»

رابرټ پلادینو ټینګار کړیو چې د امریکا ځانګړی استازی د افغانستان د خلکو او حکومت په نېژدې همکارۍ سره د ټولو ښکېلو خواوو سره بحثونو ته دوام ورکوي، څو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته لار هواره کړي.

که څه هم په متحده عربي اماراتو، کې د امریکا، طالبانو، سعودي عربستان، اماراتو او پاکستان د استازو تر منځ د ناستو او خبرو بشپړ جزیات نه دي راوتلي، خو ویل کېږي، په دغه ناستو کې د بندیانو، له تور لېست د طالب مشرانو، د ایستلو، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د بمباریو درول او دغه راز ځینو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

د اماراتو له ناستې وروسته د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام آباد ته لاړ له پاکستاني چارواکو سره یې د ناستې معلومات شریک او له هغې وروسته کابل ته راغی او ټاکل شوې له افغان چارواکو سره هم په همدې تړاو معلومات شریک کړي.

خلیلزاد د اماراتو ناسته ګټوره بللې او ویل کېږي امریکایي چارواکو په پرله‌ پسې ډول پر پاکستان او سعودي عربستان ټینګار کړی چې پر طالبانو فشار راوړي، څو مخامخ خبرو ته حاضر شي.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، پر افغان سولې د خبرو بله مهمه او پرېکنده غونده به د راتلونکې جنورۍ میاشتې پر ۱۵ مه په سعودي عربستان کې جوړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي