د عدالت غوښتنې تر نامه لاندې غورځنګ غړو یو ځل بیا په اعتراض لاس پورې کړي او وایي دوی افغانان نه دي او د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ ورته د منلو نه ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خوځښت نن دوشنبې د زمري ۲۲ مه د کابل ښار په خیرخانه سیمه کې د برېښنايي تذکرو د وېش یو مرکز هم تړلی دی.
اعتراض کوونکي وايي، دوی ته په پېژندپاڼو کې د افغان کلیمې لیکل د منلو نه دي او نه هم افغانان دي.
دوی چې پر دېوالوانو یې زه افغان نه یم، موږ عدالت غواړو، او د غیر قانوني پېژندپاڼو روانه پروسه دې وردول شي د شعارونو بېنرونه راځولي وايي، تر هغه به د برېښنايي پېژندپاڼو دغه مرکز تړلی و، تر څو یې حکومت غوښتنې نه وي منلې.
د اعتراض کوونکو په وینا دغه پېژندپاڼې قانوني حیثیت نه لري او باید د دوی غوښتنو ته پکې پام وشي.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم دغه ډول لاریونونه شوي دي او ځينو خلکو په پېژندپاڼه کې د افغان کلیمې له لیکلو سره ښودلي خو میلیونه کسان بیا په برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلیمه غواړي.
جمهورخبري آژانس:کابل