د عدالت غوښتنې حرکت:

موږ افغانان نه یو، د برېښنايي تذکرو وېش دې بند شي

22 اسد 1397 ساعت 11:59

د عدالت غوښتنې تر نامه لاندې غورځنګ غړو یو ځل بیا په اعتراض لاس پورې کړي او وایي دوی افغانان نه دي او د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ ورته د منلو نه ده.


د عدالت غوښتنې تر نامه لاندې غورځنګ غړو یو ځل بیا په اعتراض لاس پورې کړي او وایي دوی افغانان نه دي او د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ ورته د منلو نه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خوځښت نن دوشنبې د زمري ۲۲ مه د کابل ښار په خیرخانه سیمه کې د برېښنايي تذکرو د وېش یو مرکز هم تړلی دی.

اعتراض کوونکي وايي، دوی ته په پېژندپاڼو کې د افغان کلیمې لیکل د منلو نه دي او نه هم افغانان دي.

دوی چې پر دېوالوانو یې زه افغان نه یم، موږ عدالت غواړو، او د غیر قانوني پېژندپاڼو روانه پروسه دې وردول شي د شعارونو بېنرونه راځولي وايي، تر هغه به د برېښنايي پېژندپاڼو دغه مرکز تړلی و، تر څو یې حکومت غوښتنې نه وي منلې.

د اعتراض کوونکو په وینا دغه پېژندپاڼې قانوني حیثیت نه لري او باید د دوی غوښتنو ته پکې پام وشي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم دغه ډول لاریونونه شوي دي او ځينو خلکو په پېژندپاڼه کې د افغان کلیمې له لیکلو سره ښودلي خو میلیونه کسان بیا په برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلیمه غواړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107331

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107331/

جمهور
  https://www.jomhornews.com