۰
د طالبانو ډله:

د هېوادونو اقتصادي مشارکت زموږ د اقتصادي پرمختګ ضمانت کولای شي

چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۲
د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف د سویلي افریقا د پانګوالو او پوهانو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل چې د دغه هیواد اقتصادي مشارکت د دغې ډلې د اقتصادي پرمختګ ضمانت کولای شي.
د هېوادونو اقتصادي مشارکت زموږ د اقتصادي پرمختګ ضمانت کولای شي
د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف د سویلي افریقا د پانګوالو او پوهانو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل چې د دغه هیواد اقتصادي مشارکت د دغې ډلې د اقتصادي پرمختګ ضمانت کولای شي.

د اقتصاد وزارت نن چهارشنبې (د غوايي ۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې د حنیف له قوله ویلي، افغانستان یو له ازادو او خپلواکو هېوادونو څخه دی چې سیاسي، اقتصادي او سوداګریز د سیمې او نړۍ هېوادونه داسې ښې اړیکې غواړي چې د ټولو هېوادونو اقتصادي او سیاسي ګټو ته په کې درناوی وشي.

طالبانو ویلي، چې د طالبانو د امارت اقتصادي لید په بېلابېلو برخو کې د تولید، ترانزیت او خصوصي کورنیو او بهرنیو ګډو پانګونو پیاوړتیا، هڅول او د دغه هېواد له نوي اقتصاد سره مرسته کولای شي.

حنیف زیاته کړه، موږ باور لرو چې د هېوادونو اقتصادي، سوداګریزې او پانګونې ګډون زموږ د اقتصادي ثبات او پرمختګ ضمانت کولای شي.

د جنوبي افریقا یو له عالمانو څخه مفتي ابراهیم صمید په افغانستان کې له پانګونې سره د هغوی د لېوالتیا خبره کړې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي