د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل وايي، له ټولنې څخه د افغان ښځو په ایستلو به طالبان په رسمیت ونه پېژني.
پټېل ټینګار وکړ چې که افغان مېرمنې او نجونې په ټولنه او اقتصاد کې له ګډون څخه بې برخې شي، طالبان به مشروعیت ترلاسه نه کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو مساوي حقونه په افغانستان کې د امریکا د پالیسۍ اساسي اصل دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان له واک ته رسېدو وروسته پر ښځو سخت بندیزونه ولګول او نجونې او ښځې یې له زده کړو، زده کړو، کار او سفر څخه منعې کړې.
د شمېرو پر بنسټ، طالبانو د ښځو پر کار کولو بندیز لګولو سره د افغانستان اقتصاد ته میلیاردونه ډالر زیان اړولی دی.
جمهورخبري آژانس