۰

د طالبانو او چین د اړیکو د میکانیزم دریمه ناسته په بیجینګ کې ترسره شوه

پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۴
د طالبانو  د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغې ډلې او چین ترمنځ د ارتباطي میکانیزم دریمه غونډه په بیجینګ کښې ترسره شوه.
د طالبانو او چین د اړیکو د میکانیزم دریمه ناسته په بیجینګ کې ترسره شوه
د طالبانو  د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغې ډلې او چین ترمنځ د ارتباطي میکانیزم دریمه غونډه په بیجینګ کښې ترسره شوه.

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنشنبې د وري ۳۰ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې د ارتباطي میکانیزم دریمه غونډه د دغې ډلې د بهرنيو چارو وزارتونو او د چين د ولسي جمهوريت د استازو په شتون کې د چین په پلازمینه بیجینګ کې ترسره شوه.

په دې کتنه کې دواړو خواوو د طبيعي پېښو له قربانيانو سره د چين د مرستو، د جبري راستنېدونکو د بيا مېشتېدو، د روغتيا او د بشري مرستو د ميکانيزم په اړه خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې له افغانستان سره د چین د بشردوستانه مرستو، د افغانانو د اړتیاوو او لومړیتوبونو په پام کې نیولو، د اجباري راستنیدونکو کډوالو د بېرته راستنېدو، د افغان ماشومانو د زړه ناروغۍ د درملنې پر فرصتونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي، د افغانستان د مالونو د صادراتو د فرصتونو په برابرولو خبرې وشوې. چین هم د افغانستان د کانونو په برخه کې ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي