۰

تخار کې يو پخوانى سرتېرى د طالبانو له خوا په ډزو ووژل شو

پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۰
په تخار کې معتبرې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې یو پخوانی سرتېری د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
تخار کې يو پخوانى سرتېرى د طالبانو له خوا په ډزو ووژل شو
په تخار کې معتبرې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې یو پخوانی سرتېری د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه د وري په ٢٩مه د تخار ولايت د دشت قلعه ولسوالۍ په "النګ" کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې دغه پخوانى سرتېرى اسلام الدين نومېده او د تېر حکومت د سيمه ييزو پوليسو غړى و.

دسرچينو له مخې اسلام الدين دخپل کور سره نزدې دخپل فارم څخه دراتلو په مهال په موټر سائيکل سپاره دوؤ طالب جنگيالو په ډزو وژلى دى.

د عفوې له اعلان سره سره طالبانو په تېرو دوه نیمو کلونو کې په سلګونو پخواني عسکر نیولي، شکنجه کړي او یا یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي