۰

امریکا ته تللي افغانان د کور او کار پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي

دوشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۹
ټایم مجلې په یوه راپور کې ویلي سره له دې چې امریکا ته د زرګونه افغانانو له بېولو میاشتې تېرېږي خو لا هم ځینې دغه افغانان د کورونو او ځای ځایګي په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
امریکا ته تللي افغانان د کور او کار پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي
ټایم مجلې په یوه راپور کې ویلي سره له دې چې امریکا ته د زرګونه افغانانو له بېولو میاشتې تېرېږي خو لا هم ځینې دغه افغانان د کورونو او ځای ځایګي په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپور کې ویل شوي، زرګونه افغانان لا هم د امریکا په نظامي اډو کې میشت دي او د کورونو یا کار په پيدا کولو نه دي‌ بریالي‌ شوي.

که څه هم افغان کډوالو هم په دې تړاو شکایتونه کړي‌ خو لا هم په ابوظبي، دوحه او ځینو نورو ښارونو کې په امریکایي‌ نظامي‌ کمپونو کې ګڼ افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

افغان کډوال په اروپايي هېوادونو کې هم له ستونزو سره مخ دي‌ او رسنیو ته وایي چې له دوی سره توپیري چلند کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي