د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د متحدو ايالتوتو ځانګړي استازي ټام ويسټ له شپږم ټولګي څخه پورته د افغان نجونو د ښوونځيو د تړلو په اړه د طالبانو نننۍ پرېکړې ته توند غبرګون وښود.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېسټ د طالبانو دغه پریکړه له هغو ژمنو سره خیانت بللی، چې د افغانستان له خلکو او نړيوالې ټولنې سره یې کړې وې.
ټام ويسټ په یوه ټوېټ کې ټینګار کړی، چې ښوونه او روزنه د ټولو انسانانو اساسي حق او د افغانستان د اقتصادي ودې او ثبات لپاره اړين دي.
نوموړي ويلي:«نن له هغو میلیونونو افغان کورنيو سره ملګری کیږم او خپل شوک او ژوره نهيلي اعلانوم، چې له شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ټولګيو د تړلو په اړه یې کړې ده».
د امريکا ځانګړي استازي زیاته کړې، چې طالبان بايد د افغانستان د ښې راتلونکې او نړۍ سره د ښو اړيکو لپاره پر هغو ژمنو عمل وکړي، چې د ټولو افغان ښځينه او نارينه وو د زده کړو په تړاو يې کړي.
وېسټ دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون په ټول افغانستان کې د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ پرانیستې خو له شپږم پورته ټولګیو نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړل شول.
د پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې و ویل کله چې په دي اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيا به مکاتبو او ليسو ته رسما خبر ورکول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل