۰
ملګري ملتونه:

د اوکراین جګړې د افغانستان لپاره د مرستو راټولول ستونزمن کړي دي

چهارشنبه ۲۵ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۱
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندې وايي، په اوکراین کې د جګړې پراخېدو د افغانستان لپاره د مرستو راټولول ستونزمن کړي دي.
د اوکراین جګړې د افغانستان لپاره د مرستو راټولول ستونزمن کړي دي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندې وايي، په اوکراین کې د جګړې پراخېدو د افغانستان لپاره د مرستو راټولول ستونزمن کړي دي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې؛ ښاغلی ګرانډي چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې کابل کې دی ټینګار کړی، چې پر اوکراین د روسیې برید باید د دې لامل نه شي چې نړۍ افغانستان هېر کړي.
 
نوموړي خبرداری یې ورکړی چې د دې بشري اړتیاوو له پامه غورځول ډېر خطرناک دی.
 
 له بلې خوا فیلیپو ګرانډ زیاته کړه، چې نړیواله ټولنه باید له طالب چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړي، ځکه افغانستان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري. .
 
ده ویلي«اوس د ټولې نړۍ پام اوکراین ته دی، خو دلته له راتګ څخه زما پیغام دا دی چې نور حالات مه هېروۍ، چې توجه او سرچینو ته اړتیا ده او افغانستان یو له هغو څخه دی.»
 
ښاغلی ګرانډي وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره د ۳۴۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه یې یوازې ۱۰۰ میلیونه ډالر راټول کړي دي.
 
 هغه زیاته کړه«نو موږ باید فشار راوړو ځکه چې اړتیاوې اوس هم شتون لري، لکه څنګه چې د سپټمبر په میاشت کې وې، د طالبانو له واک څخه سمدلاسه وروسته.»
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم ټینګار کړی چې د افغانستان لپاره باید سخاوتمندانه غبرګون ته دوام ورکړي، ځکه په وینا یې ملیونونه افغانان په ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان کې د مهاجرو په توګه ژوند کوي.
 
هغې ویلي، که د افغانستان اوسني واکمنان د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګ ته دوام ورکړي، له افغانستان سره به دوامداره نړیوالې مرستې راشي.
 
په پام کې ده چې مرستندویه هېوادونه، د ملګرو ملتونو ادارې او افغان مدني ټولنې په روانه میاشت کې د انلاین تمویل په غونډه کې ګډون وکړي.
 
په غونډه کې به د خوراکي توکو، سرپناه او روغتیایی خدمتونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په برابرولو تمرکز وشي.
 
جمهر خبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي