۰
د کډوالو عالي کمېشنري:

افغانستان کې له بې ځایه شویو کسانو سره خپلې مرستې زیاتو

دوشنبه ۱ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۸
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، دوی په افغانستان کې له بې ځایه شویو کډوالو سره خپلې مرستې زیاتوي.
افغانستان کې له بې ځایه شویو کسانو سره خپلې مرستې زیاتو
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، دوی په افغانستان کې له بې ځایه شویو کډوالو سره خپلې مرستې زیاتوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېشنرۍ پرون یکشنبې د لړم ۳۰ مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د اکتوبر له لومړۍ نېټې راهیسې یې کابو ۷۰ زره داخلي بې ځایه شویو سره د نغدو پیسو او موادو مرسته کړې ده.

خو ټینګار کوي، چې دوی غواړي افغانستان کې له داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره خپلې مرستې زیاتې کړي، ځکه سخت ژمی را روان دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، په افغانستان کې د اړو کسانو د ستونزو د حل لپاره دوامداره مرستو ته اړتیا ده.

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې په افغانستان کې جګړو او نورو ستونزو شپږ ملیونه افغانان بې‌ځایه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي