۰

ملګري ملتونه: افغانستان لا هم زموږ لومړیتوب دی

سی شنبه ۲۴ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۴۰
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فليپو ګراندې وايي، افغانستان لا هم ملګرو ملتونو ته لومړیتوب لري.
ملګري ملتونه: افغانستان لا هم زموږ لومړیتوب دی
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فليپو ګراندې وايي، افغانستان لا هم ملګرو ملتونو ته لومړیتوب لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  فليپو ګراندې چې پرون دوشنبې د کب ۲۳ مه کابل ته راغلی ا له خبریالانو سره خبرو کې ویلي، سره له دې چې د اوکراین تر څنګ په نړۍ کې ګڼ کړکېچونه رامنځ ته شوي او دوی اړ دي چې خپلې همکارۍ ولري، خو بیا یې هم افغانستان لومړیتوب دی.

نوموړي زیاته کړې، کابل کې به له افغان چارواکو سره د کډوالۍ پر روان وضعیت او دغه راز له بېځایه شوو وګړو سره پر مرستو او همکاریو خبرې وکړي.

ګراندې همدا راز وایي، په تېرو میاشتو کې د رامنځ ته شوي امن قدرداني کوي او دا دوی ته زمینه برابروي چې خپلې مرستې تر لرو پرتو سیمو او اړمنو وګړو ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي