د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر فلیپو ګرانډي وايي، په افغانستان کې د بشري ناورین د حل لار د افغانستان اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ خبرې اترې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګرانډي ویلي، شته ستونزې یوازې او یوازې د خبرو اترو له لارې د حل وړ دي نو طالبانو ته په کار ده چې له نړیوالو سره د ډیالوګ لار خپله کړي.
نوموړي زیاته کړې، د دې لپاره چې طالبان وکولی شي یو باثباته هېواد ولري، مالي شتمني یې ازاده شي او ټوله نړۍ یې په رسمیت وپېژني نو باید خبرو ته رامخکې شي.
هغه ټینګار کړی، چې طالبان باید ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي او لږکیو ته په خپله اداره کې ونډه ورکړي.
په ورته وخت د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي، دوی هم د ستونزو حل په خبرو کې ویني او د نړیوالې ټولنې د صادقانه خبرو د وړاندیز هرکلی کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل