اسوشټېډ پرېس خبري اژانس وايي، له اقتصادي فشارونو سره سره لا هم د افغانستان سفارتونه په ټولو هېوادونو کې فعال دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، سره له دې چې په افغانستان کې نوی حکومت رامنځ ته شو او دغه حکومت تر دې دمه د خپلو سفارتونو د مالي ملاتړ لپاره اړین اقدام نه دی کړی، خو بیا هم پخوانیو ديپلوماتانو دغه سفارتونه او قونسلګرۍ پرانیستې ساتلې دي.
په راپور کې ویل شوي، افغان سفارتونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په امریکا کې په راتلونکو ورځو کې د افغان سفارت د تړل کېدو امکان شته دی.
دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې نوي حکومت بیا ټولو سفارتونو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي وو، چې دوی له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي، نو ځکه د خپلو سفارتونو مالي او سیاسي ملاتړ ته ادامه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل