اسوشټېډ پرېس: د اقتصادي ستونزو باوجود افغان سفارتونه فعال دي

23 حوت 1400 ساعت 10:10

اسوشټېډ پرېس خبري اژانس وايي، له اقتصادي فشارونو سره سره لا هم د افغانستان سفارتونه په ټولو هېوادونو کې فعال دي.


اسوشټېډ پرېس خبري اژانس وايي، له اقتصادي فشارونو سره سره لا هم د افغانستان سفارتونه په ټولو هېوادونو کې فعال دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، سره له دې چې په افغانستان کې نوی حکومت رامنځ ته شو او دغه حکومت تر دې دمه د خپلو سفارتونو د مالي ملاتړ لپاره اړین اقدام نه دی کړی، خو بیا هم پخوانیو ديپلوماتانو دغه سفارتونه او قونسلګرۍ پرانیستې ساتلې دي.

په راپور کې ویل شوي، افغان سفارتونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په امریکا کې په راتلونکو ورځو کې د افغان سفارت د تړل کېدو امکان شته دی.

دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې نوي حکومت بیا ټولو سفارتونو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي وو، چې دوی له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي، نو ځکه د خپلو سفارتونو مالي او سیاسي ملاتړ ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148731

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148731/

جمهور
  https://www.jomhornews.com