د بې پولې ډاکترانو سازمان وايي، افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د عرضه کېدو پر وړاندې ستونزې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان پرون چهارشنبې د کب ۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو په راتګ سره امنیتي وضعیت ښه شوی دی.
سرچینه وايي، خلک د ۲۰۲۱ کال سپټمبر میاشتې راهیسې د لومړي ځل لپاره کولی شي له امنیتي تهدیداتو پرته تګ راتګ وکړي او همدا د دې لامل شوی چې د سپټمبر میاشتې راهیسې د بې پولو داکټرانو په صحي مراکزو کې د ناروغانو شمیر زیات شي.
بې پولو ډاکټرانو ویلي، دا ستونزمنه ده چې د ټول افغانستان وضعیت وڅیړل شي خو په هغو پنځو ولایتونو هرات، هلمند، کندهار، خوست او کندز کې چې هغوی کار کوي، د صحي خدماتو د وړاندې کیدو وضعیت د اندیښنې وړ دی.
اعلامیه کې ویل شوي، په هرات او هلمند ولایتونو کې د خوارځواکۍ او شرې د مواردو زیاتېدل د اندیښنې وړ دي او د هغوی مراکز له خپلو ظرفیتونو زیات کار کوي او ناروغان تر چپرکټونو ډیر دي.
په هرات ولایت کې د ناروغانو شمیر د ډسبمر میاشتې راهیسې لوړ شوی دی او د خوارځواکۍ ډیری علتونه په ځای پاتې دي.
د بې پولو ډاکټرانو سازمان وایي اکثریت خلک د اقتصادي کړکیچ ، وچکالۍ او بیځایه کیدو له امله کافي خواړه نشي برابرولی.
بې پولي ډاکټران وایي که څه هم هغوی په هلمند او هرات کې په خپلو مراکزو کې د شرې د لوړ رقم ناروغانو درملنه کوي خو د هغوی ټیمونه په دې اندیښنه لري که ماشومانو ته د شرې واکسین ورنکړل شي، وضعیت به څنګه ډول پر مخ ولاړ شي.
خبرپاڼه زیاتوي، دوی په هرات کې د جنوري تر پای پورې د مواردو د ګړندي زیاتېدو شاهدان وو، او د ناروغۍ کچه مخ په لوړیدو ده.
دوی ویلي«موږ اوس مهال د هرات په حوزوي روغتون کې هره ورځ د شرې د کابو ۴۵ نویو پیښو شاهدان یو.»
بې پولي ډاکټران وایي په جنوري میاشت کې یې په هلمند کې د بست له روغتون سره مرسته وکړه چې د شرې د څه باندې ۶۰۰ ناروغانو درملنه وکړي.
بې پولو ډاکټرانو ویلي د ملګرو ملتونو په ګدون د نړیوالې ټولنې له ژمنو سره سره د افغانستان صحي سکټور نه یوازې د کارمندانو او تجهیزاتو له کموالي سره مخ دی بلکې دا برخه د مالي ملاتړ له کموالي هم ځوریږي.
په اعلامیه کې راغلي چې د پخواني حکومت له سقوط او د طالبانو له واکمنیدو وروسته یاد هیواد د نړیوالې ټولنې ډیرې کمې مرستې ترلاسه کړي دي.
دغه سازمان ویلي د افغانستان د روغتیا له سکټور سره د نړیوالې ټولنې تعهد د ۲۰۲۲ کال تر جون میاشتې پورې دی، هغه وضعیت چې په افغانستان کې یې صحي سکټور له نامالوم حالت سره مخ کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل