۰
دې هېل:

بایډن له یو بې وزله هېواده غلاه کوي، د دا ډول پرېکړې حق نه لري

یکشنبه ۱ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۲۳
دې هېل نشریې په یوه مطلب کې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت، د امریکا وتلو او د بایډن وروستۍ پرېکړې ته کتنه کړې ده.
بایډن له یو بې وزله هېواده غلاه کوي، د دا ډول پرېکړې حق نه لري
دې هېل نشریې په یوه مطلب کې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت، د امریکا وتلو او د بایډن وروستۍ پرېکړې ته کتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په مطلب کې ویل شوي، نړیوالو قوانینو ته په کتو د بایډن اداره د یوې داسې پرېکړې حق نه لري، نو له همدې امله دا یوه ښکاره غلا ګڼل کېږي.

په مطلب کې راغلي، بایډن له یوه بېوزله هېواد غلا کوي او پر شتمنو یې وېشي.

سرچینې زیاته کړې، که د بایډن پرېکړه عملي کېږي نو دا به تر افغانستان ډېر امریکا ته زیان ورسوي، ځکه د دغه هېواد د بانکونو او پخپله د حکومت باور به راښکته کړي.

دغه نشریې لیکلي، په افغانستان کې اوسنی وضعیت د امریکا د کړنو له امله رامنځ ته شوی نو له همدې امله دې د ناکامۍ بار پر نورو نه اچوي او نه دې هم په دغه ډول غیر اقداماتو خپلې تېروتنې پټوي.

د یادونې ده، چې بایډن دوه اوونۍ وړاندې د یوه فرمان په ترڅ کې د افغانستان له کنګل کړې شتمنۍ څخه ۳.۵ میلیارد ډالر امریکا کې د سپټمبر پېښې قربانیانو ته ځانګړي کړل.

د بایډن دغه اقدام په نړیواله کچه وغندل شو او هغه یې په ښکاره د یوه بې وزله هېواد څخه پر غلا تورن کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي