۰
امریکايي وګړي:

ډاکو او غل بایډن د افغانستان په اړه غیر انساني او اخلاقي پرېکړه کړې

شنبی ۲۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۷
د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړه په نړیوال کچه له غبرګونونو سره مخ شوې او د هغه دا کار یې په کلکه غندلی دی.
ډاکو او غل بایډن د افغانستان په اړه غیر انساني او اخلاقي پرېکړه کړې
د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړه په نړیوال کچه له غبرګونونو سره مخ شوې او د هغه دا کار یې په کلکه غندلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غبرګونونه خپله امریکا کې هم راپورته شوي، او امریکايي وګړو پر ټولنیزو رسینو پر خپل ولسمشر سختې نیوکې کړې دي.

دغه امریکايي وګړو د ټولنیزو رسنیو له لارې د خپل ولسمشر پرېکړه غیر انساني او غیر اخلاقي بللې او بایډن یې په بېلا بېلو سپکو الفاظو یاد کړی دي.

ځینو ورته د ډاکو او ځینو بیا ورته د نړیوال غله لقبونه کارولي دي.

په ویلسن څېړنیز مرکز کې د افغانستان د مسایلو څارونکي مایکل کوګلمن هم په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د بايډن دغه پرېکړه غیر انساني او غیر اخلاقي ده چې ان امریکايي وګړي یې هم مخالف دي.

نوموړي ویلي، دا د افغانستان د خلکو پیسې دي او د سپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو کورنۍ هم دا پیسې نه اخلي او غواړي چې افغانستان ته ورکړل شي.

امریکایي رسنۍ وايي بايډن په ټولنیزو رسنیو کې هېڅ وخت دومره نه و سپک شوی، لکه په دې پرېکړه چې غندل کېږي.

افغان کارونکي هم وایي چې بايډن یو متعصب، خود خوا او د افغانستان پر وړاندې له عقدو او کېنې ډک سړی دی، نو ځکه یې داسې غیر انساني پرېکړه کړې ده.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم د بایډن دغه پرېکړه په کلکه غندلې وایي، بایډن په دې کار سره غواړي د افغانستان د خلکو شمتني لوټ کړي.

سرچینه وایي، بایډن په دې غیر منطقي کار سره وښوده چې غواړي د افغانستان شتمني لوټ کړي او دغه هېواد له اقتصادي سقوط سره مخ کړي.

د بشري حقونو د څار اداره وایي دا سمه ده چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي او پر دوی به بندیزونه وي، خو دلته میلیونونه وګړي ژوند کوي او کنګل شوې شتمني د دوی حق و، نو امریکا ته نه وه په کار چې پر دې شتمنیو یې داسې لوټ جوړ کړی وی.

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره د بایډن دغه پرېکړه غندي او هغه غیر اخلاقي او غیر انساني بولي.

د یادونې ده، چې بایډن پرون جمعه د سلواغې ۲۲ مه د افغانستان د کنګل کړې شتمنۍ په اړه خبر تازه پرېکړه اعلان کړه.

نوموړي په دغه اجرائیوي فرمان کې د افغانستان ۷ میلیارده شتمني آزاده کړه خو ویې ویل، چې د دغه پیسو نیمايي یا ۳.۵ میلیارد ډالر به امریکا کې د سپتمبر پېشې قربانیانو ته ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي