د کډوالۍ نړیوالې ادارې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د میلیونونه ډالرو غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې یا آی او اېم وايي، دوی په افغانستان او سیمه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه مرستو ته اړتیا لري.
سرچینې زیاته کړې، دوی شاوخوا ۵۸۹ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري څو وکړی شي په افغانستان کې د ننه، سرحدي سیمو او د سیمې په هېوادونو کې د افغان کډوالو لومړنۍ ستونزې حل کړي.
دغه ادارې د کډوالۍ او لسګونه کسانو د وتلو پر مسئله هم اندېښنه ښوودلې او زیاتوي، چې ښایي د هوا په ګرمېدو سره د کډوالۍ بحران لا پراخ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل