آی او اېم:

افغان کډوالو سره د مرستې په خاطر میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو

21 دلو 1400 ساعت 12:52

د کډوالۍ نړیوالې ادارې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د میلیونونه ډالرو غوښتنه کړې ده.


د کډوالۍ نړیوالې ادارې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د میلیونونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې یا آی او اېم وايي، دوی په افغانستان او سیمه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه مرستو ته اړتیا لري.

سرچینې زیاته کړې، دوی شاوخوا ۵۸۹ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري څو وکړی شي په افغانستان کې د ننه، سرحدي سیمو او د سیمې په هېوادونو کې د افغان کډوالو لومړنۍ ستونزې حل کړي.

دغه ادارې د کډوالۍ او لسګونه کسانو د وتلو پر مسئله هم اندېښنه ښوودلې او زیاتوي، چې ښایي د هوا په ګرمېدو سره د کډوالۍ بحران لا پراخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 147691

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147691/

جمهور
  https://www.jomhornews.com