د تاجکستان حکومت هم د افغانستان سره د بشري مرستو اعلان کړی او وايي، په نېږدې راتلونکې کې به خپلې بشري مرستې دغه هېواد ته ولېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير سراج الدين مهرالدین په یوه خبري ناسته کې کړې ده.
نوموړي ټینګار کړي، چې هېواد به یې ژر افغانستان ته د نړیوالو بنسټونو په لاس خپلې بشري مرستې واستوي.
ښاغلي مهرالدین د دغو مرستو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
دا لومړی ځل دی، چې تاجيکستان د طالبانو له بيا واکمنیدو وروسته له افغانستان سره د بشري مرستو د ترسره کيدو خبر ورکوي.
ياد شوي هېواد له طالبانو سره له پیله ترينګلې اړيکې لرلې او د دواړو لوريو ترمنځ د نظامي تقابل تر کچې د ناندريو اټکل کېده.
جمهورخبري آژانس:کابل