۰

چین له افغانستان سره ۵۰۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه

دوشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۱
کابل کې د چین سفیر وايي، د مرستو د لېږد لړۍ کې ۵۰۰ ټنه نور خوراکي او غیر خوراکي توکي افغانستان ته رسېدونکي دي.
چین له افغانستان سره ۵۰۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه
کابل کې د چین سفیر وايي، د مرستو د لېږد لړۍ کې ۵۰۰ ټنه نور خوراکي او غیر خوراکي توکي افغانستان ته رسېدونکي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وانګ یو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه ۵۰۰ ټنه مرستې پرون یکشنبې د سلواغې ۹ مه د چین له شینجینانګد څخه په ریل ګاډي کې بار او د افغانستان په لور یې حرکت کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه مرسته کې غنم، بوره، غوړي او د کچالو د پروسس ماشینونه شامل دي، چې به ډېر ژر افغانستان ته راوسېږي.

د چین سفیر دغه راز ویلي، چې  د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې به هم د غنمو او نورو خوراکي موادو د مرستو یوه بله جوپه افغانستان ته واستول شي.

چین تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د ژمني توکو په ګډون د نورې مرستې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي