چین له افغانستان سره ۵۰۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه

11 دلو 1400 ساعت 9:51

کابل کې د چین سفیر وايي، د مرستو د لېږد لړۍ کې ۵۰۰ ټنه نور خوراکي او غیر خوراکي توکي افغانستان ته رسېدونکي دي.


کابل کې د چین سفیر وايي، د مرستو د لېږد لړۍ کې ۵۰۰ ټنه نور خوراکي او غیر خوراکي توکي افغانستان ته رسېدونکي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وانګ یو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه ۵۰۰ ټنه مرستې پرون یکشنبې د سلواغې ۹ مه د چین له شینجینانګد څخه په ریل ګاډي کې بار او د افغانستان په لور یې حرکت کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه مرسته کې غنم، بوره، غوړي او د کچالو د پروسس ماشینونه شامل دي، چې به ډېر ژر افغانستان ته راوسېږي.

د چین سفیر دغه راز ویلي، چې  د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې به هم د غنمو او نورو خوراکي موادو د مرستو یوه بله جوپه افغانستان ته واستول شي.

چین تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د ژمني توکو په ګډون د نورې مرستې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147305

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147305/

جمهور
  https://www.jomhornews.com