۰

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته راغلی دی

شنبی ۹ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۴۳
د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار معید یوسف د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته راغلی دی
د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار معید یوسف د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوسف او ورسره پلاوی نن شنبې د سلواغې ۹ کابل ته راغلی او دلته به د حکومت له چارواکو سره په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي، د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې اترې پیل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې به دواړه لوري پر بېلو مسائلو خبرې اترې وکړي.

وړاندې تر دې ټاکل شوې وه چې نوموړی د روانې میاشتې په ۱۸مه کابل ته راشي خو د نامعلومو دلایلو له امله یې سفر وځنډېد.

معید یوسف وروسته تر هغه کابل ته راځي چې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو پر سر د افغان او پاکستاني پوله ساتو د نښتو سربېره د پاکستاني طالبانو تحریک هم له پاکستان څخه پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې د لګول شوي اغزن تار ټولولو غوښتنه کړې ده.

که څه هم تر اوسه پورې دا نه دي ویلي شوي، چې یوسف به له چارواکو سره څه خبرې وکړي، خو وړاندې داسې ویل کېدل چې یو له مهمو خبرو به یې پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو موضوع وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي