۰
امریکايي استازی:

له افغانستان د امریکا له شرمه ډک وتلو سیمه ییز سیالان لار زړور کړی دي

دوشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۶
د امریکا د کانګرس استازی مایکل مک کال یو ځل بیا له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تړاو پر بایډن او د هغه پر حکومت سختې نیوکې کړې دي.
له افغانستان د امریکا له شرمه ډک وتلو سیمه ییز سیالان لار زړور کړی دي
د امریکا د کانګرس استازی مایکل مک کال یو ځل بیا له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تړاو پر بایډن او د هغه پر حکومت سختې نیوکې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، د بایډن حکومت په بې پلانه او له شرمه ډکه توګه یې خپل سرتېري له افغانستان و ایستل.

دغه امریکايي استازي زیاته کړې، چې د بایډن دغه کار د واشنګټن د ځايي سیالانو د زړه ور کېدو لامل شول او هغوی زړه ور شوي دي.

مک کال ویلي« د بايډن دا اقدام د دې سبب شو، چې د روسیې، چین او ایران په څېر د واشنګټن ځايي سیالان لا زړه ور شي او دا د امریکا ماتې وبولي.»

مک کال وایي ایران دومره زړه ور شو، چې د اټومي وسلو د لرلو هڅه کوي او روسیه فکر کوي چې ګټونکې ده نو ځکه یې اوکراین ته لاس غځولي دي.

یاد امریکايي استازي ټینګار کړی، چې اوس د بايډن حکومت ته په کار ده چې د یادو هېوادونو پر وړاندې معقول اقدام وکړي او اجازه ور نه کړي چې د امریکا ځواک نور هم په نړۍ کې راکم شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي