۰

امریکا د افغان مېرمنو لپاره ځانګړې استازې ټاکلې ده

پنجشنبه ۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۷
امریکا متحده ایالاتو د افغان مېرمنو او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره ځانګړې استازې ټاکلې ده.
امریکا د افغان مېرمنو لپاره ځانګړې استازې ټاکلې ده
امریکا متحده ایالاتو د افغان مېرمنو او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره ځانګړې استازې ټاکلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د ټولو اړخونو لپاره د ښه او سوکاله ژوند غوښتونکي دي او تمه لري چې تبعیض او تاوتریخوالی له منځه لاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، له همدې امله یې رینا امیري د بشري حقونو او مېرمنو د حقونو په برخه کې ځانګړې استازې ټاکلې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې مېرمن امیري به بهرنیو چارو وزارت، د بشري حقونو څانګې او د امریکا ملي امنیت ته د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت کوي.

د یادونې ده، چې امیري په امریکا کې د حقوقو په برخه کې زده کړې کړې دي او له دوو لسیزو راهیسې یې د ملګرو ملتونو او امریکايي حکومت په مهمو څانګو او برخو کې دندې ترسره کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي