۰

یو افغان خبریال د ایران پر لار مړ شوی دی

پنجشنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۵
کامران ابراهیمي چې افغان خبریال و، ایران ته د مسافرۍ پر لاره مړ شوی دی.
یو افغان خبریال د ایران پر لار مړ شوی دی
کامران ابراهیمي چې افغان خبریال و، ایران ته د مسافرۍ پر لاره مړ شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مرحوم ابراهیمي ملګري وايي، د هغه د سورلۍ موټر پرون چهارشنبې د لړم ۲۶ مه د ایران پر لار اوښتی او دی په کې مړ شوی دی.

کامران ابراهیمي کلونه د نور تلوېزیون سره د پښتو څانګې خبریال پاتې شوی وو.

خو په هېواد کې وروستیو بدلونونو او ناخوالو له کبله اړ شو، چې ایران ته مسافر شي، خو په لار کې یې ژوند له لاسه ورکړ.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي