یو افغان خبریال د ایران پر لار مړ شوی دی

27 عقرب 1400 ساعت 9:15

کامران ابراهیمي چې افغان خبریال و، ایران ته د مسافرۍ پر لاره مړ شوی دی.


کامران ابراهیمي چې افغان خبریال و، ایران ته د مسافرۍ پر لاره مړ شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مرحوم ابراهیمي ملګري وايي، د هغه د سورلۍ موټر پرون چهارشنبې د لړم ۲۶ مه د ایران پر لار اوښتی او دی په کې مړ شوی دی.

کامران ابراهیمي کلونه د نور تلوېزیون سره د پښتو څانګې خبریال پاتې شوی وو.

خو په هېواد کې وروستیو بدلونونو او ناخوالو له کبله اړ شو، چې ایران ته مسافر شي، خو په لار کې یې ژوند له لاسه ورکړ.
 
جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 144753

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144753/

جمهور
  https://www.jomhornews.com