۰

جاوید قایم:د چین او افغانستان تر منځ سوداګرۍ باید پراخه کړل شي

سی شنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۵
په چین کې افغان سفیر جاوید قایم وايي، په افغانستان کې د موجوده اقتصادي بحران مخنیوي لپاره په کار ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه لا پراخه شي.
جاوید قایم:د چین او افغانستان تر منځ سوداګرۍ باید پراخه کړل شي
په چین کې افغان سفیر جاوید قایم وايي، په افغانستان کې د موجوده اقتصادي بحران مخنیوي لپاره په کار ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه لا پراخه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قایم سټریټس ټایمز ته ویلي، پکن دې له افغانستان سره د سوداګرۍ برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي او اجازه دې ورکړي چې د افغان کروندګرو محصولات چین ته صادر شي.

ښاغلي قایم زیاته کړې، چین له تېرو څو کلونو راهیسي له افغانستان سره د سوداګرۍ برخه کې شته خنډونه لرې کړي دي او له دغه هېواد سره یې په هر اړخیزه توګه پام وړ همکاري کړې ده.

خو په وینا یې چین دې د افغانانو د لاسنیوي په موخه له افغانستان سره سوداګري نوره هم پراخه کړي.

د یادونې ده، چې نوموړي تر دې مخکې هم په یوه مرکه کې ویلي وو، له چین څخه د افغانانو توقع دا ده چې دغه هېواد خپلې دروازې د افغان سوداګرو پر مخ پرانیزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي