۰

طالبان سوداګرو ته د امنیت په خاطر وسلې ورکوي

پنجشنبه ۲۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۰
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د یو لړ تخنیکي ستونزو له هواري وروسته به افغان سواګرو ته د وسلو د لېږد جوازونه و وېشل شي.
طالبان سوداګرو ته د امنیت په خاطر وسلې ورکوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د یو لړ تخنیکي ستونزو له هواري وروسته به افغان سواګرو ته د وسلو د لېږد جوازونه و وېشل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند سعید خوستي پرون چهارشنبې د لړم ۱۹ مه رسنیو ته په لېږلي پیغام کې زیاته کړې، دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي، چې د ګڼ شمېر سوداګرو د خوندیتوب په اړه اندېښنې او شکونه ورسره شریک کړل شول.

خوستی وايي، کورنیو چارو وزارت ژمن دی چې د ملي سوداګرو د امنیت د ټینګښت په برخه کې شته ستونزې حل کړي.

نوموړي زیاته کړې، اوس د دوی د امنیت په ټینګښت جدي کار روان دی او د اسلامي امارت ځواکونه د سوداګرو د امنیت په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان پخواني حکومت هم سوداګرو ته د امنیت په خاطر د وسلو د لېږد جوازونه ویشلي وو.

افغان سوداګرو ته د وسلو د وېش خبره پر داسې مهال کېږي، چې کابل ته د طالبانو په راتګ اکثرو سوداګرو خپل شخصي ساتونکي له دندو لرې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي