د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوي ځانګړي استازي افغانستان کې د داعش پر قوت اندېښنه ښودلې خو وايي، تمه لري، چې طالبان به یې مخه ونیسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټام ویسټ چې تازه د مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ځای ګمارل شوی ویلي، امریکا په افغانستان کې داعش ترهګرو د بریدونو په اړه اندېښنمنه ده.
نوموړي پرون دوشنبې د لړم ۱۷ مه د ټېلفون له لارې په واشنګټن کې له خبریالانو سره خبرو کې زیاته کړې، چې واشنګټن غواړي طالبان د داعش پر ضد په جګړه کې بریالي شي.
ټام ویست زیاتوي، واشنګټن په دې کار کوي چې استخباراتي ادارې یې له طالبانو سره بل پړاو خبرې وکړي.
ټام، چې په وروستیو کې د زلمي خلیلزاد پر ځای د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ګومارل شوی، په کابل کې د امریکا د سفارت په اړه وویل چې واسنګټن حاضردمه د خپل سفارت پر پرانیستلو غور نه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل