۰

قطر: د افغانستان د سقوط مخه باید ونیول شي

شنبی ۱۵ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۰
د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني وايي، د افغانستان د سقوط مخه باید ونیول شي.
قطر: د افغانستان د سقوط مخه باید ونیول شي
د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني وايي، د افغانستان د سقوط مخه باید ونیول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آل الثاني چې پرون جمعه د لړم ۱۴ مه د سلووینیا پلازمېنه لیوبلیانا کې له خپل سیال سره ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې د افغانستان په اړه د نړیوالې اجماع غوښتنه وکړه.

نوموړي د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د ټولنې ټولو برخو ته فرصت ورکړي او د ټولو وګړو په تېره د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

الثاني همدا راز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو په هڅو کې برخه واخلي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د دې اړتیا یادونه هم وکړه چې نړیوال باید د ترورېزم پرضد د مبارزې برخه کې د افغانستان له لوري جدي ګامونه و ویني.

دغه راز هغه ټينګار وکړ، چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د منزوي کولو پرځای له بېلابېلو افغانانو سره اړیکې وساتي او دغه هېواد له سقوط څخه وژغوري.

خو دا یې ونه ویل چې له څه ډول او په څه ډول باید د افغانستان د سقوط مخینوی وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي