۰
قطر:

له افغانستان سره دوستانه اړیکو او اقتصادي پروژو کې همکاری ته چمتو یو

یکشنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۳
د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آلثاني وايي هېواد یې له افغانستان سره دوستانه اړیکو په دې اړه هېواد کې د اقتصادي پروژو پیل ته چمتو دی.
له افغانستان سره دوستانه اړیکو او اقتصادي پروژو کې همکاری ته چمتو یو
د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آلثاني وايي هېواد یې له افغانستان سره دوستانه اړیکو په دې اړه هېواد کې د اقتصادي پروژو پیل ته چمتو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آلثاني دغه څرګندونې د امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان د اسلامي امارت له ورغلي پلاوي سره لیدنه کې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوی پرون په دوحه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل.

ښاغلي محمد آلثاني افغان پلاوي ته هرکلی ووايه او د دوستانه اړيکو، په افغانستان کې اقتصادي پروژو او يو لړ نورو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

نوموړي قطر ته د افغاني پلاوي په راتګ او له نړيوالو سره په لیدو یې خوښي څرګنده کړه، ډاډ يې ورکړ چې قطرهيواد له افغانستان سره همکاريو ته آماده دی.

په وره وخت د اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم متقی صاحب د قطر هیواد له همکارۍ نه مننه وکړه او په راتلونکي کې یې په لاښو اړیکو ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي