د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني وايي، د افغانستان د سقوط مخه باید ونیول شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې آل الثاني چې پرون جمعه د لړم ۱۴ مه د سلووینیا پلازمېنه لیوبلیانا کې له خپل سیال سره ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې د افغانستان په اړه د نړیوالې اجماع غوښتنه وکړه.
نوموړي د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د ټولنې ټولو برخو ته فرصت ورکړي او د ټولو وګړو په تېره د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.
الثاني همدا راز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو په هڅو کې برخه واخلي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر د دې اړتیا یادونه هم وکړه چې نړیوال باید د ترورېزم پرضد د مبارزې برخه کې د افغانستان له لوري جدي ګامونه و ویني.
دغه راز هغه ټينګار وکړ، چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د منزوي کولو پرځای له بېلابېلو افغانانو سره اړیکې وساتي او دغه هېواد له سقوط څخه وژغوري.
خو دا یې ونه ویل چې له څه ډول او په څه ډول باید د افغانستان د سقوط مخینوی وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل