۰
انتوني ګوترېش:

نړیوال دې د افغانستان په امنیت او ثبات کې چټک او قاطع عمل وکړي

پنجشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۳
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتوني ګوترېش یو ځل بیا په افغانستان کې په روان وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، هېوادونه دې د افغانستان په قضیه کې په قاطعیت عمل وکړي.
نړیوال دې د افغانستان په امنیت او ثبات کې چټک او قاطع عمل وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتوني ګوترېش یو ځل بیا په افغانستان کې په روان وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، هېوادونه دې د افغانستان په قضیه کې په قاطعیت عمل وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوترېش په تازه څرګندونو کې ټینګار کړي، چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او د نړیوالو مسوولیت دی، چې د دغه ناورین د پراختیا مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړې، چې د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان په قضیه کې چټک او پرېکنده عمل وکړي، پر خپلو ژمنو دې ودرېږي او د دغه هېواد په امنیت او ثبات کې دې مهم رول ادا کړي.

ښاغلي ګوترېش له ګاونډیو هېوادونو هم غوښتي چې افغانستان کې د انساني فاجعې د پراختیا په مخنیوي کې همکاري وکړي او ټولو مرستندویه بنسټونو ته دې خپلې لارې پرانیزي چې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ورسوي.

د ملګرو ملتونو سرمشنی ټينګار کړي، چې ګاونډي هېوادونه دې هم په افغانستان کې د ثبات او اقتصاد په ساتلو کې همکاري خپل مسوولیت دې ادا کړي.

ګوترېش دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ملګرو ملتونو وړمه ورځ په یوه راپور کې خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې له ۲۳ میلیونه زیات خلک د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي