۰
د برېتانیا لومړی وزیر:

د افغانستان خلکو ته بشري مرستې ورکوو خو طالبانو ته سپین چک نه ورکوو

پنجشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۰
د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون وايي، هېواد یې د ملګرو ملتونو او نورو خیریه بنسټو په مرسته چمتوی دی، چې له افغانانو سره مرسته او همکاري وکړي، خو طالبانو ته کوم سپین چک نه شي ورکولی.
د افغانستان خلکو ته بشري مرستې ورکوو خو طالبانو ته سپین چک نه ورکوو
د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون وايي، هېواد یې د ملګرو ملتونو او نورو خیریه بنسټو په مرسته چمتوی دی، چې له افغانانو سره مرسته او همکاري وکړي، خو طالبانو ته کوم سپین چک نه شي ورکولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جانسون دا هم ویلي، چې له طالبانو سره به خپل تعامل ته دوام ورکړي او دغه راز به ۲۰ زره افغانانو ته برېتانیا کې پناه هم ورکړل شي.

جانسون چې پرون چهارشنبې د لړم ۵ مه یې د خپل هېواد پارلمان ته د افغانستان په اړه خبرې کولې ټينګار وکړ، چې له افغانانو سره مرسته او د طالبانو سره د اړیکو پالل او تعامل په دې مانا نه دی، چې ګڼې دوی طالبانو ته کوم سپین چک ورکوي.

د برېتانیا لومړی وزیر له افغانستان سره د بشري مرستو او همکاریو ډاډ پر داسې مهال ورکوي، چې د ملګرو ملتونو د تازه راپورونو له مخې همدا اوس تر ۲۳ میلیونه زیات افغانان له لوږې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش دوه ورځې وړاندې خبرداری ورکړ، چې که جدي اقدامات ونه شي، افغانستان له یوه ستر بشري ناورین سره مخ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي