۰

برېتانیا: طالبان باید د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره په خپلو ژمنو ودرېږي

سی شنبه ۱۶ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۵
د برېتانیا لومړي وزیر بورس جانسن د دغه هېواد پارلمان کې ویلي، طالبان باید د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره په خپلې موافقې ودرېږي.
برېتانیا: طالبان باید د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره په خپلو ژمنو ودرېږي
د برېتانیا لومړي وزیر بورس جانسن د دغه هېواد پارلمان کې ویلي، طالبان باید د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره په خپلې موافقې ودرېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جانسن ویلي، که کابل کې نوی رژیم نړیوال پېژندنه او میلیاردونه ډالرو ته لاسرسی غواړي باید افغانستان د ترهګرۍ پر ځاله بیا بدل نه شي.

هغه زیاته کړې«که په کابل کې نوی رژیم نړیوال پیژندنه او میلیاردونو ډالرو ته لاسرسی غواړي چې اوس مهال په بهرنیو حسابونو کې کنګل شوي، نو موږ او زموږ ملګري به دوی دې اړ کړو چې په خپلې موافقې ودریږي او د دې مخه ونیسي چې افغانستان یو ځل بیا د ترورېزم په ځاله بدل شي.»

ده، زیاته کړې، په جي اووه غونډه کې له طالبانو د تمو په تړاو ټول سلا وو او هڅه کوي چې د دې میاشتې په پای کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې هم دا اجماع لا پیاوړې او زیاته کړي.

د برېتانیا لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې طالبان به په خبرو نه بلکې د هغوی په کړنو باندې قضاوت شي.

هغه د پارلمان غړو ته ډاډ ورکړ، چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره له ټولو ممکنه لارو چارو کار اخیستل کېږي، خو په وینا یې دم ګړۍ د ترهګریز ګواښ د زیاتېدو په اړه څه مستقیم معلومات نشته.

د برېتانیا لومړی وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو په وار وار ویلي، دوی به افغانستان کې هېڅ ډلې ته د فعالیت اجازه ورنه کړي او له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي