د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي، د بحران پر وړاندې د ملاتړ یو ټیم به سمدستي افغانستان ته واستوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ماس دغه اعلان پرون جمعه د زمري ۲۲ مه په افغانستان کې د طالبانو پراخو بریدونو ته په اشارې خبریالانو ته خبرو کې کړی دی.
نوموړي ویلي، په را روانو څو ورځو کې په کابل کې د جرمني د سفارت د کار کوونکو شمېر تر ټولو ټیټې کچې ته ورسږي.
دی وایي، له دې سره به سمدستي کابل ته د بحران پر مهال د ملاتړ یو ټیم واستول شي، څو د هغو تدابیرو پر اساس چې موافقه پرې شوې، له موږ سره د امنیتي اقداماتو پر پراخولو او تطبیق کې مرسته وکړي.
جرمني ځواکونه د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې تر ډېره په کندز کې دېره وو او له افغانستانه د ټولو جرمني ځواکونو د وتلو بهیر په تېر جون میاشت کې پای ته ورسېد.
جمهورخبري آژانس:کابل