۰
امریکايي سناتور:

امریکا، افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو پرته وتلې، دا تېروتنه ده

سی شنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۵
امریکایي سناتور مېچ مک کانل وایي، له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستل تېروتنه وه.
امریکا، افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو پرته وتلې، دا تېروتنه ده
امریکایي سناتور مېچ مک کانل وایي، له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستل تېروتنه وه.

د جمهور خبري آژانس نوموړي زیاته کړې، امریکا لا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه ګټلې نه وه، خو له دغه هېواد یې پښې سپکې کړې.

نوموړي زیاته کړې، د سرتېرو د ایستلو تجربه په عراق کې ناکامه شوه او په افغانستان کې به یې هم پایلې مثبتې نه وي.

دی وايي، د بایډن حکومت دمګړی افغانستان په یوه جګړه کې ښکېل پرېښود او لا هم په دغه هېواد کې ترهګرې ډلې فعالې دي او د ګواښونو جوړولو وړتیا لرلی شي.

سناتورمک کانل زیاته کړې، د ناټو متحدینو هم دا نه غوښتل چې امریکایي ځواکونه له افغانستان و وځي خو په خبره یې د بایډن ادارې د سرتېرو د ایستلو په اړه د هېچا مشوره نه ده اورېدلې، له همدې امله به راتلونکي مسوولیتونه هم د دغه ادارې پر غاړه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي